عامې روغتيا وزارت له لوري د ملاريا ناروغۍ ملي پروګرام د بیا کتنې يو ورځني ورکشاپ غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۰
moph

په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت يو شمېر مرکزي رئيسانو، د روغتيا نړيوال سازمان (WHO)، UNDP، او تطبیق کوونکو مؤسسو مسؤلينو او استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني وويل:(۲۰۲۵ م کال زموږ د ګران هېواد لپاره له بېلا بېلو سختو ننګونو ډک کال و، خو سره له دې ټولو محدودیتونو، موږ وتوانېدو چې د ملاريا د پېښو په شمېر کې د ۲۰۲۴ م کال په پرتله نږدې ۱۵ سلنه کموالی راوړو، چې دا يو مهم او هيله بښونکی پرمختګ دی).

ښاغلي مرستيال زياته کړه، دا ورکشاپ د ملاريا ناروغۍ د کنټرول ملي پروګرام د فعاليتونو ارزونې او د راتلونکو کلونو لپاره د اغېزمنو تګلارو د طرحې مهم فرصت دی او د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې په دې برخه کې خپلې هڅې لا پياوړې او له خپلو کاري شریکانو سره نږدې همکاري ولري‌.

دغه راز، د ملاريا او نورو ناقله ناروغيو د کنټرول آمر، ډاکټر حزب الله فطرت د ياد پروګرام د لاسته راوړنو په اړه وويل:( د روغتيا نړيوال سازمان وروستیو سپارښتنو پر اساس ۲۰۲۵ م کال کې د ملاريا، لشمانيا او ډينګي ناروغيو درملنې ملي لارښودونه نوي شوي، ۲۰ آوټ بريکونه کنټرول شوي، له روغتيايي مرکزونو څخه نظارتونه تر سره شوي او د ملاريا د کنټرول په موخه نورستان کې ۱۲۱۰۰۰، پکتيکا کې ۱۷۵۰۵۱، کابل کې ۵۳۳۰۰، غزني کې ۲۷۲۵۰ او همداراز، په شرقي زون کې اميندواره مېندو ته ۲۲۰۲۹۷ او په کونړ او ننګرهار کې زلزله ځپلو ته ۲۵۶۶۶ ماشلومي (پشه خانې) ويشل شوي دي).

په دې غونډه کې همداراز، د روغتیا نړيوال سازمان، UNDP او اړوندو نورو ادارو مسؤلینو د خپلو فعاليتونو راپورونه وړاندې او د ملاريا او نورو ناقله ناروغيو کنټرول برخه کې یې د همکارۍ ژمنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

نورستان ولايت کې سیلاب‌ ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې روغتیايي اسانتياوې برابر شوي دي

د عامې روغتیا وزارت له لوري په نورستان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او بېړنیو ناروغانو درملنې په موخه امبولانسونه او نور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې د هوا ککړتیا د مخنیوي نظارتونه ترسره کړل

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د EPR پلاوي د نورستان له والي سره د سیلاب ځپلو روغتیايي وضعیت وڅېړه

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) کمېټې ټاکل شوي پلاوي نورستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، ښاغلي الحاج زین‌العابدین عابد سره ناسته. . .

BACK TO NEWS