د ۱۴۰۵ کال لپاره د «افغانستان روغتیا» ملي او نړیوال نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ لومړنۍ ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۲۷
moph

ياده ناسته د خوړو خوندیتوب لوی رئیس، ډاکټر نعیم‌الله ایوبي په مشرۍ د اړوندو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه، چې د نندارتون د عملیاتي پلان، د جوړېدو څرنګوالي او تر دې دمه د ياد نندارتون په اړه د ترسره شویو فعالیتونو اړوند په کې معلومات وړاندې شول.

همدارنګه، د درملو او طبي تجهیزاتو د تولیدي اتحادیې د رول او ونډې په اړه هم بحث او خبرې تر سره او د ناستې ګډونوالو د نندارتون د لا ښه ترسره کېدو او د اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ  رامنځته کولو په موخه خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کونړ د عامې روغتیا ریاست روزنیز تالار لپاره د لمریزې برېښنا سیستم فعال او پرانيستل شو

د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست د روزنیز تالار د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د یونیسف په مالي ملاتړ د لمریزې برېښنا سیستم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۴۳
Background image

په کونړ کې د کتلوي معافیت پروګرام د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

په کونړ ولایت کې د کتلوي معافیت پروګرام د ودانۍ بنسټ ډبره د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ، د ۱۵.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري کېښودل شوه.

دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۴۰
Background image

په کندهار ولایت کې د خوړو او درملو د وضعیت ارزونه پیل شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د خوړو د تحلیل او څارنې رئیس ډاکټر سید مؤمن خان فدایي کوي، د څارنې او پلټنې د پیاوړتیا، د شته ستونزو حل او د خوړو او. . .

BACK TO NEWS