د کونړ  عامې روغتیا ریاست له لوري د چپې درې ولسوالۍ اړوند د سېنزو روغتیایي مرکز او ولایتي ګدام څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
moph

یاد نظارت د کنړ عامې روغتیا رئیس قاري مظفر خان مخلص په مشرۍ او د هیلت نیټ مؤسسې تخنیکي غړو په ملتیا تر سره شو، چې په کې د یاد روغتیایي مرکز ستونزې په ګوته او مسؤلینو ته یې د حل په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.

همدارنګه قاري مظفرخان مخلص  د درملو ولایتي ګودام څخه هم لیدنه وکړه او د فارمېسي څانګې مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې، تر څو درمل د حرارت په مناسبه درجه کې وساتل شي تر څو د درملو کیفیت خراب نه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د څه باندې ۱۰۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د راډیولوژي انسټېټیوټ لپاره د MRI دستګاه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ناروغیو د تشخیص په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۱۴۰۵ مالي کال له داخلي بودیجې څخه د راډیولوژي انسټېټیوټ لپاره د یوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د عزيزي بانک په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ۶۶ تنو مسولینو او مراجعينو څخه ۳۳ زره سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۳۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې د غیرساري ناروغیو او د مخنیوي لارو چارو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

د یادو پروګرامونو په ترڅ کې خلکو ته د غیرساري ناروغیو د خطر لاملونو، د مخنیوي لارو چارو او د سالم ژوند د ارزښت په اړه معلوماتي او وقایوي بروشرونه او پوسټرونه ووېشل شول.

د عامې روغتیا. . .

BACK TO NEWS