د کتلوي معافیت ملي پروګرام د درېیمې ربعې فعالیتونو ارزونه ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۲:۳۸
moph

د کتلوي معافیت ملي پروګرام عمومي مسؤل، ډاکټر عبدالحکیم همت د ۱۴۰۴ کال د درېیمې ربعې د فعالیتونو ارزونې او بیاکتنې په موخه د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، یونیسف (UNICEF) او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکو (BPHS) همکارو بنسټونو له استازو سره ناسته ترسره کړه:

په دې ناسته کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د واکسیناسیون فعالیتونه او په ۷ زونونو کې د تطبیق کوونکو مؤسسو اجراآت په هر اړخیز ډول وارزول شول. همدارنګه، د اجراآتو مهم شاخصونه، د ټاکل شویو موخو د تحقق کچه، د خدماتو کیفیت، ورته عادلانه لاسرسی او د واکسیناسیون عمومي پوښښ په دقیق ډول وڅېړل شول.

همداراز، د شریکانو ترمنځ د همغږۍ پر ښه‌ والي، د راپور ورکولو سیستم پر پیاوړتیا، په پرېکړو کولو کې د معلوماتو پر اغېزمن استعمال، د ننګونو پر حل او د خدماتو د کیفیت او دوام پر تضمین ټینګار وشو.

د ناستې په پای کې ګډونوالو د دې پروګرام د لا پیاوړتیا او په ټول هېواد کې د واکسیناسیون خدمتونو د دوامداره ښه‌ والي لپاره خپله ژمنتیا څرګنده کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS