د پکتیکا ولایت ۷۵ بستریز ملکي روغتون ۱۵۰ بستریززوغتون  ته ارتقاء وموند

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۱۰:۴۹
د پکتیکا ولایت ۷۵ بستریز ملکي روغتون ۱۵۰ بستریززوغتون  ته ارتقاء وموند

 دوشنبه، جوزا ۱۶/ ۱۴۰۱
 د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د دغه ولایت ملکي روغتون له ۷۵ بستريز  څخه ۱۵۰ بستريز  ته لوړ شوی، چې په دې سره به د دغه روغتون روغتیايي خدمات ښه شي او خلکو ته به ښې اسانتیاوې برابرې شي.
 د پکتیکا والي مولوي  عبدالله مختار په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې وویل: اسلامي امارت ژمن دی چې د عامې روغتیا او نورو برخو د پیاوړتیا او په هیواد کې دننه خلکو ته د ناروغيو د مخنیوي په موخه په مسؤلیت سره کار وکړي ترڅو  بهر ته د خلکو  د تګ څخه مخنيوى وشي.
 د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس حکمت الله عصمت وویل: د دغه ولایت د ملکي روغتون له پراختیا سره به د روغتیايي کارکوونکو شمېر زیات شي او د اړو کسانو د روغتیا ساتنې په موخه به د تشخیص وارډونه پرانستل شي.
 بل پلو یو تن قومي مشر او د پکتیکا د عامي روغتیا شورا پخواني رئیس حاجي سیدالله د اسلامي امارت او اړوندو روغتیايي بنسټونو له همکارۍ او ژمنو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د دغه روغتون په پراختیا سره به دغه ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS