د وزیر محمد اکبر خان روغتون اړوند د وسایطو تم ځای بیارغلو پروژې د تړون ورکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د وزیر محمد اکبر خان روغتون اړوند د وسایطو تم ځای بیارغلو پروژه چی د تړون شمیره یی(MOPH /NCB/1402/W-06)ده. د (محب فیضي ودانیز، سرک جوړونې او لوژستیکي چوپړتیاوو شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (D–01-2027) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (کارته بخدی، مرکز بلخ، مزارشریف، بلخ) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (2,046,480) دوه میلیونه شپږ څلویښت زره څلور سوه او اتیا افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ساختماني تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (هیموډیالیز پروژې اړوند د مرکز او ولایتونو ۲۵ پایې ماشینونو تدارک او چمتو کولو پروژه   ) چې د  (MOPH/1405/NCB/G . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۲۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامي روغتیا وزارت ریاستونو  لپاره 360 پایه لب ټاپ کمپیوترونو  تدارک او  برابرول . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

ریفرینس شمېره: MOPH/ATNHC/NCB/1405/G03

د عقودو قانون او د دې وزارت د لنډ مهاله تدارکاتي کړنلارو د احکامو پر بنسټ، په دې توګه ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د اتاترک د ماشومانو تخصصي روغتون . . .

Back to tenders