د عامې روغتیا وزیر له ۳۴ ولایتي رئیسانو سره د روغتیايي خدماتو د ښه والي او تطبیق کوونکو مؤسسو د ارزونې ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۴۴
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد وزارت د غونډو په تالار کې د ۳۴ ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره د روغتیايي خدمتونو ښه والي او د تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو پر څرنګوالي ناسته ترسره کړه

دا ناسته چې ولایتي رئیسانو ته له دوه ورځني روزنیز ورکشاپ وروسته ترسره شوه، په کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم او د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزیر، ولسونو ته د ښو او معیاري روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو ټینکار وکړ او ولایتي رئیسانو ته یې سپارښتنې وکړې، چې د خوړو او درملو کیفیت، د تطبیق کوونکو مؤسسو له خدماتو څخه نظارت او د وزارت له کړنلارې سره سم د اړینو خدماتو وړاندې کولو ته پاملرنه وکړي.

دغه راز، ولایتي رئیسانو ولسونو ته د غوره خدمتونو وړاندې کېدو ډاډ څرګند او د روغتیايي خدمتونو د ښه والي اړوند یې یو شمېر وړاندیزونه شریک کړل، چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ له لوري ورته د رسېدنې او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS