د عامې روغتیا وزارت د پراختیايي پروژو لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۴:۵۴
moph

دا ناسته چې د پلان او پالیسۍ لوی ریاست له لوري ترسره شوه، په کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د وزارت مرکزي رئیسانو، د مقام د دفتر مشاورینو او د عامې روغتیا وزارت د پراختیايي پروژو مسؤلینو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وویل: "موږ ټول د یو کور خادمان یو، چې هغه افغانستان دی او د دې هېواد ټول اوسېدونکي حق لري، چې روغتیايي خدمات ورته وړاندې شي او دا زموږ د ټولو مسؤلیت دی چې دوی ته باکیفیته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو".

د عامې روغتیا وزیر، دا مسؤلیت یوه ازموینه وبلله او زیاته یې کړه، چې په دې کې هر ډول تېروتنه او غفلت د خلکو په حق کې ظلم دی.

ښاغلي وزیر همداراز، د عامې روغتیا وزارت د پراختیایي پروژو ټولو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې خپل ورسپارل شوي مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره او د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د خپلو ادارو اړتیاوې په دقیق ډول تنظیم او وارزوي او ژر تر ژره یې د تدارکاتو ریاست ته واستوي؛ تر څو په اړه یې لازم اقدامات ترسره شي.

بل لور، د پراختیایي پروژو مسؤلینو د خپلو وړاندیزونو او نظرونو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په دې برخه کې به د عامې روغتیا وزارت سره بشپړه همکاري کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS