د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي قزاقستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان او قزاقستان په سوداګریز او طبي فورم کې ګډون وکړ
د خوړو او درملو مرستیال په دې فورم کې د خپلې وینا پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او تخنیکي همکاریو برخه کې پراختیا مهمه وبلله او په افغانستان کې یې د ترسره شویو وروستيو پرمختګونو او د پانګونې برخه کې د شته فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
هغه د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم، د سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کولو، د درملو او طبي تجهیزاتو د معیاري سوداګرۍ، ګډې پانګونې، د تولیدي فابریکو او لابراتوارونو د ظرفیت لوړولو، د متخصصینو روزنې او د کیفیت کنټرول په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
همداراز، ښاغلي مرستيال د ياد فورم په پای کې د قزاقستان د عامې روغتیا وزارت له مرستیال او د اړوندو ادارو له استازو سره ليدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم، سوداګریزو اسانتیاوو او د همکاریو د پراختیا په موخه د منظمو ناستو پر دوام هوکړه وشوه.
همداراز، ښاغلي زاهد د قزاقستان د عامې روغتیا وزارت مشرتابه ته افغانستان ته د سفر بلنه ورکړه، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
