د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د اکاډمیکو چارو انسجام ریاست د علمي کمیټې ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۵۰
MOPH

یاده ناسته د تخصصي روغتونونو د استادانو په همکارۍ جوړه شوې وه، چې په کې د ننگرهار، کندهار، هرات، وزیر محمد اکبرخان او نور IAM تخصصي روغتونونو څخه وړاندې شوي ۲۰ پروپوزلونه او ۱۰ مونوګرافونه د اړوندو استادانو له لوري وارزول شول او د راتلونکو اجرااتو لپاره اړینې پرېکړې وشوې.

د اکمال تخصص لوی ریاست تل هڅه کړې، چې د تخصص پروګرام د ښه والي لپاره علمي معیارونه پلي او د ډاکترانو، استادانو او تخصصي روغتونونو د ټریني ډاکترانو د علمي کچې لوړولو زمینه برابره کړي؛ ترڅو هېوادوالو ته اغېزمن تخصصي روغتیایي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS