د سمنګان ولایت حضرت سلطان ولسوالۍ کې د نعیمان فرعي کلینیک نوې ودانۍ پرانیستل شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۲:۵۹
MOPH

یاده ودانۍ د سمنګان عامې روغتیا ریاست مسؤلینو، د یونیسف ادارې او MMRCA مؤسسې د استازو په شتون کې په رسمي ډول افتتاح او ګټې‌ اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه ودانۍ چې شپږ خونې لري، د سمنګان ولایت عامې روغتیا ریاست په نوښت، د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ او د سیمې د خلکو په همکارۍ، د MMRCA مؤسسې تر مدیریت لاندې جوړه شوې ده، چې د سیمې د زرګونه اوسېدونکو لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابروي

د یادې غونډې مسؤلینو او ګډونوالو د دې کلینیک پرانیسته د روغتیايي خدمتونو ښه‌ والي او مناسبو روغتیايي مراقبتونو ته د خلکو لاسرسي ښه والي په برخه کې یو مهم ګام وباله او د یونیسف ادارې او سیمې خلکو له همکارۍ یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS