د دولتي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو معیارونو انکشاف په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۱۳
MOPH

دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ، د اړوندو ادارو تخنیکي استازو او روغتیا نړیوال سازمان تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه؛ موخه یې د دولتي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو معیارونو انکشاف، د عامې روغتیا سکتور پیاوړتیا او د هېوادوالو لپاره د باکیفیته او معیاري روغتیايي خدماتو وړاندې کول و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د معیارونو پر بنسټیز رول ټینګار وکړ او ویې ویل: «په دولتي روغتونونو کې د ملي معیارونو پلي کول د روغتیایي خدماتو د کیفیت لوړولو، د ناروغانو د خوندیتوب کچې زیاتولو او د خلکو د باور ټینګښت په لور مهم ګام دی.»

ښاغلي مرستیال زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د اړونده بنسټونو او نړیوالو شریکانو سره په همکارۍ دغه معیارونو په اغېزمن ډول پلي او هم ترې دوامدار نظارت ترسره کړي.

په یاده ناسته کې د ملي اعتبار ورکولو ادارې د معیارونو او سروې ریاست اجرائیوي متخصص، عبدالهادي صافي د روغتونونو ملي معیارونو په اړه یو پرزینټېشن وړاندې کړ او همدارنګه، د ناستې غړو هم خپل تخنیکي نظریات شریک کړل.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې د معیارونو پلي کول به لومړی د کابل له مرکزي روغتونونو څخه پیل شي او وروسته به دا لړۍ ولایاتو ته هم وغځېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS