د داوطلبۍ خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو هغه په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د ایدز، جنسی ناروغیو او هیپاتیت د کنترول ملی پروگرام د اړتیا وړ د STI درملو او هیپاتیت په (دوه لاټونو) کی چی ریفرنس شمیره یی GOV/MOPH/CDCD/HIV/CF/NCB/G30/1402  ده د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ په فلش کې د اجناسو او غیرمشورتی خدماتو د تدارکاتو آمریت اړوند د ادویه جاتو لوی مدیریت، څخه لاس ته راوړي، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل مطابق دې خپل آفرونه (وړاندېزونه) د شرطپاڼې د شرایطو مطابق، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر 06/10/1402 نېټې، د چهار شنبی ورځې د سهار تر لسو بجو پورې ترتیب او د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې وزیر محمد اکبر خان کابل – د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونې ته وسپاري. ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه 100,000 (سل زره ) افغانۍ اول لاټ لپاره او 50,000 (پنځوس زره )افغانۍ  دوهم لاټ لياره دی او د آفرونو د خلاصولو جلسه  د 06/10/1402 نېټه، د چهار شنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څیرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په خونه کې ترسره کیږی.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۴۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه کوي څو څو د 2 دوله تیل او مایع گاز د تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/EH/NCB/1405/G04) ریفرینس نمبر لرونکې ده، . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه کوي څو د 46 قلمو تنظیفاتي موادو د تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/EH/NCB/1405/G05) ریفرینس نمبر لرونکې ده، ګډون . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۳۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه کوي څو د 15 قلمو ټوټې (تیکه) د تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/EH/NCB/1405/G06) ریفرینس نمبر لرونکې ده، ګډون . . .

Back to tenders