د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت  تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د اړتیا وړ طبي پتالوژي مصرفي موادو او لابراتواري ریجنټونو  پېرلو او چمتو کولو پروسه کې چې د( MOPH/1404 /NCB/G-1267)  داوطلبۍ شمېرې لرونکې ده ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د tenders.ageops.af سایټ څخه ترلاسه کړي. او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د 13/03/1404 هـ ش نېټې،د سې شنبې ورځ سهار تر 10:00 بجو پورې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه  عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه قرار لري، وسپاري.

 ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه(آفرونه) د منلو وړ نه دي. دآفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (417,000) څلور سوه او اووه لس زره افغانۍ دي او د آفر پرانیستلو غونډه  د 13/03/1404 هـ ش نېــټه، سه شنبې ورځ سهار 10:00 بجو عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه، عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانیست خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۱:۲۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو  (دنایب امین الله خان لوګري روغتون د 1404 هجری شمسی کال د ا ړتیا وړ د ډبرو سکارو د تهیه او تدارک پروژه) چې د ( MOPH . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۱:۷
Background image

د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا !

د رابعه بلخي روغتون ریاست د عقودو قانو ‍پنځه درشمې مادې د لاخه تطبیق په موخه په پام کې لري، چې د دې روغتون اړوند د 1404 مالي کال لپاره د55 قلمو لابراتواري ریجنتونه د تدارک او چمتو کولو . . .

Back to tenders