د داوطلبۍ خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
د 1404 مالي کال د (73) قلمه لابراتواري او وینې بانک موادو د تدارک کولو خبرتیا!
تشخیصیه نمبر(MOPH /HRP/KHH/NCB-1404/GO1)
د خیرخانې 102 بستریز روغتون ټول وپه شرایطو برابرو داوطلبانوته بلنه ورکوي؛ تر څو د 1404 مالي کال لپاره د یاد روغتون د (73) قلمه لابراتواري او وینې بانک موادو د تدارک کولو داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او چاپ شوې شرطپاڼه د خیرخانې د 102 بستریز روغتون د تدارکاتو له مدیریت نه ترلاسه کړي، خپلې ډکې شوې شرطپاڼې د هغو شرایطو اړوند چې په شرطپاڼه کې ذکر شوي په سر تړلي توګه د دوشنبې په ورځ 22/02/1404 نېټه د داوطلبۍ ورځې د سهار په 10 بجو د تدارکاتو مدیریت ته وسپاري.
ناوخته رارسېدلي او انټرنیټي شرطپاڼې د منلو وړ نه دي.
د شرطپاڼې تضمین د یو اعتبار لرونکي بانک ګرنټۍ او یا په نقدي ډول د داوطلبۍ په ورځ په لاندی لیکل شوې اندازه له ځان سره راوړئ.
1- د (73) قلمه لابراتواري او وینې بانک موادو تضمین(200000) دوه سوه زره افغانۍ دی.
2-د اړیکې شمېره: 0700603155