د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د ترسره شویو چارو څخه لیدنه ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۳:۴۶
MOPH

د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د ترسره شویو چارو څخه لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې، چې د جمهوریت روغتون د منظمو روغتیايي چارو پر مخ وړولو لپاره د جوړې شوې کمېټې مشر، ډاکټر ایمل وردګ او د دې روغتون د ریفورم په برخه کې اړوند مسؤلینوهم شتون درلود د یاد روغتون د ریفورم په برخه کې د ترسره شویو کارونو څخه لیدنه ترسره شوه.

همداراز د بیارغونې په برخه کې د کاري جریان څخه د لیدنې ترڅنګ له  مسؤلینو سره د غوره روغتیايي خدمتونه د وړاندې کېدو او پر طبي تجهیزاتو د یاد روغتون د سمبالېدو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۷
Background image

مولوي عبدالولي حقاني د مرکزي پولي کلینیک او تخصصي روغتیايي مرکزونو څخه ليدنه وکړه

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنيکي پلاوي په ملتیا د مرکزي پولي کلینیک، نور د سترګو درملنې تخصصي روغتون او د وینې مرکزي بانک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۴
Background image

د کندز په سیمه ییز روغتون کې د نسایي او ولادي څانګې لپاره دوه مجهزې عملیات‌ خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

یادې عملیات‌ خونې د بې‌ پولې ډاکټرانو (MSF) په همکارۍ او مالي ملاتړ د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره جوړې شوې، چې د معیاري ودانۍ لرلو سربېره په پرمختللو طبي تجهیزاتو هم سمبال دي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۲
Background image

بادغیس ولایت کې د اوتریچ ۱۶ واکسیناتورانو ته ۱۲ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دغه پروګرام چې موخه یې د واکسیناتورانو مسلکي ظرفیت لوړول او د واکسیناسیون خدمتونو کیفیت ښه کول دي، په کې د وقایې وړ ناروغیو مخنیوي لپاره د واکسیناسیون پر اهمیت ټینګار وشو او له ګډونوالو. . .

BACK TO NEWS