د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

په مهربانۍ سره لاندې متن د خپلې ورځپاڼې له لارې د یکشنبې په ورځ چې د 05/12/1403 تاریخ سره سمون خوري خپور کړئ!

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري ترڅو د سرطان کنټرول ملي پروگرام د اړتیا وړ د امنیتي او تکنالوژي معلوماتي پروژې تړون چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/GDCM/NCCP/NCB/1403/G014) ده؛ (شرکت ساختمان و خدمات لوژستیکی سایل زیار) شرکت ته ورکړي، دغه شرکت چې د  (66594) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (شمسی پلازا ريال، کلوله پشته، ناحیه چهار، مرکز کابل) کې دی چې د تړون بیه یې (1,003,400) یو میلیون درې زره څلور سوه افغانۍ ده.

ټول حقیقي او حکمي اشخاص د هر ډول نیوکو په صورت کې کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نیټې سره سم تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست، ادارې تعمیر، لومړي منزل د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۵:۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د ( د ابن سینا صدري ملي او تخصصي روغتون د 1404 مالي کال د اړتیا وړ 5 قلمه طبي تجهیزات او ماشین الاتو  برابرول او . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۹:۵۶
Background image

د تړونونو ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي: . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۱:۵۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

Back to tenders