د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

موضوع: د محمد علي جناح روغتون کې د یوې حلقې څښاک اوبو څاه کیندلو پروژه:

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ ترڅو د محمد علي جناح روغتون کې د یوې حلقې څښاک اوبو څاه کیندلو پروژه چې د تړون شمېره یې(MOPH/GDCM/SSHC/NCB/1403/CON1) ده. د (زاهد ارمغان ودانیز او سرک جوړونې شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (94587) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (جمنده چهار قلعه د وزیر آباد عمومي سرک ته څېرمه، مرکز کابل) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه یې (1,068,298.00) یو میلیون اته شپیته زره دوه سوه اته نوي افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

یادونه: دا اعلان د چهارشنبې په ورځ ۲۸/۱۲/۱۴۴۶ ه ق چې ۰۴/۰۴/۱۴۰۴ ه ش سره سمون لري د هېواد ورځپاڼې، اکبر ویب پاڼې، jobs.af، د تدارکاتو ریاست واټس اپ ګروپ او فیسبوک پاڼې او نورو ویب پاڼو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې سره سم له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د دغه وزارت اړوند (د آنکولوژي څانګې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۷
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د عامې روغتیا وزارت اړوند ( 30 قلمه د سترگو ناروغیو طبي ملزمه جاتو برابرول او تدارک ) په پروسه . . .

Back to tenders