د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند، د کورني هوایي ټکټونو اخیستلو پروژه (Procurement of domestic airline ticket) چې د ریفرینس شمېره MOPH/NCB/1403/CS-01 ده تړون یې د (مارک سیاحتي شرکت ) ته ورکړي، یاد شرکت  د (ATO-KBL-809) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې شهرنو، کابل، افغانستان کې دی.

د تړون لومړنۍ بیه 2,196,000) ) دوه ميليونه یو سل شپږ نوي زره افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۵:۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د ( د ابن سینا صدري ملي او تخصصي روغتون د 1404 مالي کال د اړتیا وړ 5 قلمه طبي تجهیزات او ماشین الاتو  برابرول او . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۹:۵۶
Background image

د تړونونو ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي: . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۱:۵۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

Back to tenders