د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیسانو ته د غوره مدیریت ورکشاپ تر سره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۸:۳۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیسانو ته د روغتونونو د غوره مدیریت په اړه هر اړخيز روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد چې په پای کې يې نږدې ديرش تنه مسؤولينو ته د فراغت سندونه وويشل شول

 په یاد روزنیز ورکشاپ کې د رهبرۍ، د ناروغ خوندیتوب او د ناروغیو د پېښو مدیريت په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې شول .

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رئيس دوکتور احمد سير پاڅون د یاد روزنیز ورکشاپ په اړه وويل، ياد ورکشاپ ناروغانو ته د معیاري روغتیايي خدماتو وړاندې کولو او په روغتونونو کې د روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړولو په برخه کې به خورا مؤثر ثابت شي.

د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، دوکتور وحدت الکوزي وویل یاد روزنیز ورکشاپ به په نږدې راتلونکي کې د روغتونونو د اداري برخې کارکوونکو، ډاکټرانو او نرسانو ته هم په لاره واچول شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو همغږۍ رئیس د شمالي ولایتونو له مسؤلینو سره آنلاین ناسته وکړه

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو همغږۍ رئیس، ډاکټر فضل الهي علیزي د کندز، تخار، سرپل، جوزجان، سمنګان، بلخ، فاریاب، بدخشان او بغلان ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو سره آنلاین لیدنه تر سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۰:۱۳
Background image

ننګرهار حوزوي روغتون سره ۳۴۷ او بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون سره د ۱۵۵ کارتنه درملو مرسته وشوه

یاده مرسته د زلزلې له ټپیانو سره د همدردۍ په موخه د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) له لوري د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف ته وسپارل شوه، چې د ټپیانو په درملنه کې به. . .

BACK TO NEWS