د بې‌اولادۍ د درملنې غیر معیاري خدمتونو مخنیوي په تړاو د عامې روغتیا وزارت پرېکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۸:۳۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د خصوصي روغتونونو له رئیسانو سره د لازمو او مؤثرو (IUI او IVF) خدمتونو وړاندې کولو په موخه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، مسلکي او تخنیکي مشاورینو او د خصوصي سکټور د هغو روغتونونو رئيسانو شتون درلود، په کومو روغتونونو کې چې د بې اولادۍ روغتیایي خدمتونه، لکه (IUI او IVF) د اړوندو متخصصینو په نشتون او غیر معیاري ډول ترسره کېږي.

په یاده غونډه کې پرېکړه شوه، ټول هغه روغتونونه چې د اسلامي شریعت د اصولو خلاف، د عامې روغتیا وزارت له اجازې پرته او د روغتیایي متخصصینو په نشتون کې، په ټیټ لیول او کم ظرفیت د (IUI او IVF) خدمتونونه وړاندې کوي؛ تر دې وروسته نه شي کولای، چې دا ډول خپل سري فعالیتونه ترسره کړي.

دغه راز، په یاده غونډه کې د روغتونونو له مسؤلینو څخه د یادو خپل سرو فعالیتونو د مخنيوي په موخه لیکلې ژمنې هم واخیستل شوې او که له دې وروسته بیا هم داسې خپل سري فعالیتونه ترسره کړي، د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري به یې روغتونونه تړل کیږي؛ چې بیا به د شکایت حق نه لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۵۱
Background image

کاپیسا او هلمند ولایتونونو کې له خصوصي روغتیایي سکټور، د خوراکي توکو پلورنځیو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې کاپیسا ولایت کې ۱۱ درملتونونه، ۱۵ روغتیایي کتنځایونه، ۹ بابه د غاښونو کلینیکونه، ۳ بابه حجامه خونې، یو OPD کلینیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۴۴
Background image

د پکتیا ولایت روغتیايي مرکزونو سره د (۵.۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي تجهیزاتو مرسته وشوه

دا مرسته د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د هیلت نیټ تطبیق کوونکې مؤسسې له لوري وشوه، چې په کې د اکسیجن بالونونه، ایکسری ماشینونه، د عملیات خونو میزونه، د ژمي کمپلې او نور بېلا بېل تجهیزات. . .

BACK TO NEWS