د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د شري ناروغۍ مخنیوي په موخه د واکسیناسیون ملي کمپاین پرانیست غونډه ترسره شوه!

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۵۸
MOPH

په دې غونډه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ښاغلي قدرت الله جمال، د عامې روغتیا وزارت مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف ادارې او رسنیو استازو ګډون کړی و ، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د شري ناروغۍ مخنیوي په موخه د واکسیناسیون پر غوره تطبیق ټینګار وکړ ، له علماء کرامو او عامو خلکو څخه یې وغوښتل، چې د واکسین په تطبیق کې له تطبیقوونکو سره همکاري وکړي.

دغه راز، ښاغلي مرستیال د روغتیا برخه کې د نړیوالو کاري شریکانو له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، د روغتیا برخې مسؤلین او کارکوونکي توانېدلي، چې هېواد کې د شري ناروغي تر ډېره کنټرول او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ کړي

همداراز، د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب لوی رئیس، ډاکټر حیدر خان حیدر وویل، دغه کمپاین به په ټول افغانستان کې په دوو پړاوونو کې تطبیقېږي؛ ترڅو د ناروغیو مخه ونیول شي او د خلکو روغتیا خوندي شي.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د اسلام مبارک دین له نظره د معافیت او وقایې په اړه هر اړخیزه وینا ترسره کړه او ګډونوالو ته یې د وقایې ارزښت روښانه کړ.

ورته مهال، د ملي کتلوي معافیت امر ډاکټر عبدالحکیم همت وویل، هغه ماشومان چې د شري ناروغۍ پر وړاندې نه وي واکسین شوي، زیات احتمال شته چې په دې ناروغۍ اخته شي او د ماشومانو له پلرونو او میندو یې وغوښتل، چې خپل ماشومان په یاد کمپاین کې واکسین کړي؛ ترڅو له دې خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي.

بل لور، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو وویل، د دغه کمپاین د مؤثریت لپاره لازمه ده، چې ټولو ماشومانو ته رسېدنه وشي او زیاته یې کړه، د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم به خپلو فعالیتونو او همکاریو ته دوام وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د شري ناروغۍ مخنیوي په موخه د واکسیناسیون ملي کمپاین به په ټول هېواد کې په دوو پړاوونو کې تطبیق شي، چې لومړي پړاو کې یې ۱۷ ولایتونه (کابل، بلخ، بدخشان، تخار، پنجشیر، لوګر، پکتیا، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، دایکندي، غور، فاریاب، بادغیس، بغلان، بامیان، سرپل) او دوهم پړاو کې یې پاتې ۱۷ ولایتونه شامل دي، چې له شپږو میاشتو څخه تر لس کلونو عمر لرونکي ماشومان به ورکې واکسین شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS