د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني له لوړ رتبه پلاوي سره په رسمي سفر ترکیې هیواد ته روان شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۵۹
MOPH

په دغه سفر کې چې له ښاغلي مرستیال سره د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم ، د نړیوالو اړیکو او مرستو د انسجام رئیس مولوي محمد داود منصوري ، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل ، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزی او ځینې نور مسؤولین شتون لري ، موخه یې د روغتیا په برخه کې د نویو تجاربو تر لاسه کول ، د ترکیې هیواد له ځینې روغتیایي او علمي مراکزو لیدنه ، د ترکیې هیواد له روغتیایي او دولتي مسؤولینو سره لیدنې ، د اړیکو او همکاریو ایجاد او پراختیا ده.

همدارنګه دا پلاوی به د خپل سفر پر مهال له بېلا بېلو خصوصي او دولتي مسؤولینو سره لیدنې تر سره کړي چې موخه یې د هیواد د روغتیایي سیستم پرمختګ او د ترکیې هیواد سره د روغتیا په برخه کې د لا ښې همغږۍ رامنځ ته کول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د لوګر عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو مدیریت له مرکزي ډیټابیس سیستم سره ونښلول شو

دا اقدام د کارکوونکو چارو لوی ریاست د ډیټابیس امریت له لوري د ډیجیټل کولو پروسې د پراختیا په موخه ترسره شو، چې په وسیله به یې د یاد ریاست د تشکیل، تعیناتو او اړوندو اسنادو ارزونه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب. . .

BACK TO NEWS