جوزجان او نیمروز کې له خصوصي روغتیايي سکټور څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۲:۵۳
MOPH

د جوزجان او نیمروز روغتیايي مسؤلینو له لوري په یادو ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکټور څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې يې په جوزجان کې ۱۵ درملتونونه، ۴ کتنځایونه او ۲ لابراتوارونه د قانوني اسنادو نه شتون له امله او په نیمروز کې ۱ درملتون د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.

په یاد نظارت کې همداراز یو اندازه له نېټې تېر درمل راټول او روغتیايي مسؤلینو ته د قانوني جوازونو ترلاسه کولو او حفظ الصحې د پاملرنې په موخه لازمې سپارښتنې ترسره شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د روغتیا مجلې لپاره د لیکنو غوښتنه !

د عامې روغتيا وزارت د روغتيا ارتقاء ډېپارټمنټ په پام کې لري، چې د روغتيايي کارکوونکو د مسلکي پوهې د پياوړتيا په موخه د روغتيا مجلې دويم پړاو درېیمه ګڼه خپره کړي.

په همدې موخه د روغتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۲۱
Background image

د بامیان روغتیايي مرکزونو د ارزونې موخه؛ د داخلي تفتیش رئیس مولوي محمد سلیم حقاني له مل تخنیکي ټیم سره ګډ نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني بامیان ولایت ته د سفر پر مهال د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه د روغتیايي خدمتونو ارزونې په موخه له ولایتي روغتون او یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

په کابل ښار کې د غیر قانوني درملتونونو پر ضد د خوړو او درملو معینیت درې میاشتنۍ څارنه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست مسئولینو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د  تېرو درې میاشتو موده کې له (۱۷۷۶) بابه درملتونونو څخه څارنې تر سره کړي، چې. . .

BACK TO NEWS