په تېر ۱۴۰۴ هـ ش کال کې د پکتيکا ولایتي روغتون کې شاوخوا (۵۸۵۱) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
Tue, Apr 07 2026 10:29 AM
moph

د یادو عملیاتونو له ډلي (۲۹۲۶) ستر عملیاتونه او (۲۹۲۵) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو، متخصصو او مسلکي ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.

دا جراحي عملیاتونه د مسلکي اصولو او روغتیايي معیارونو په رعایت سره ترسره شوي، چې د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۱۵۸۸۴) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۲۷۳۹۲۴) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.