د عامې روغتيا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!
موضوع: د هغو ډاکترانو د پام وړ چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په ټرینري آزموینه کی بریالي شوي دي.
هغه ډاکتران چې په ټرینري آزموینه کي بریالي شوي، د دوی د ټرينرۍ منظوري اسناد د کارکوونکو چارو لوی ریاست ته استول شوي دي، خو تر اوسه دوی د کارکوونکو چارو محترم ریاست ته مراجعه نه ده کړې او یا یې هم د ګمارنې کارونه نه دې بشپړ کړي، خبر ورکول کېږي چې ژر تر ژره دې د خپلو ګمارنو چاري بشپړې او اړوند روغتون ته دې خپل اسناد وسپاري.
يادونه: که چېرې د یوې اوونۍ په موده کې اړوند ټرینر متخصصین د کارکوونکو چارو محترم ریاست ته مراجعه ونه کړي او یا خپل تکمیل شوي اسناد اړوند روغتون ته ونه سپاري، نو د دوی پر ځای نور کاندیدان بست ته معرفي کېږي او یا هم د دوی بستونه د آزموینې لپاره بیا ځل اعلان ته سپارل کېږي، په دې صورت کی به دوی په راتلونکی کې د هيڅ شکایت حق ونه لري.
د اړتيا په صورت کې له دې شمېری سره (۰۷۸۸۲۰۹۶۳۷) اړیکه ونیسئ.
