د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د سعودي عربستان شاهي دولت د عامې روغتیا له وزیر ښاغلي فهد عبدالرحمن الجلاجل سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
Wed, Oct 29 2025 11:33 AM
MOPH

په دې لیدنه کې چې د پاکستان د روغتیا وزیر هم شتون درلود ،د ساري او غیر ساري ناروغیو پر وقایوي تدابیرو ، د نشه یي توکو د استفادې څخه د مخنیوي، د روغتیا برخه کې د لا ښې همکارۍ، د درملو کیفیت او قانوني وارداتو خوندیتوب، د پولیو په له منځه وړلو کې د مؤثرې همغږۍ او همکارۍ رامنځته کولو، د پولیو له منځه وړلو برخه کې د پاتې ننګونو او د سلمان بنسټ له لوري د روغتیایي جوړښتونو د تقویه کولو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوی نور جلال جلالي د روغتیايي همکاریو د لا پیاوړتیا، د ساري او غیر ساري ناروغیو مخنیوي، د درملو د کیفیت او قانوني وارداتو خوندیتوب په اړه وینا ترسره او د پولیو له منځه وړلو برخه کې یې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د ګډو پروګرامونو له لارې د ناروغیو مخنیوي او روغتیایي حالت ښه والي ته وده ورکړي.

بل لور، د سعودي عربستان شاهي دولت او پاکستان د عامې روغتیا وزیرانو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له هڅو څخه مننه وکړه او د پولیو له منځه وړلو، نشه یي توکو مخنیوي او د روغتیايي بنسټونو د تقویې برخه کې یې د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:46 AM
Background image

Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi Leads Delegation in Bangladesh to Boost Pharmaceutical Cooperation

During an official visit to Bangladesh, a technical delegation from the Afghanistan Food and Drug Authority of the Ministry of Public Health, led by Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi,. . .

BACK TO NEWS