د عامې روغتیا وزارت له لوري د مرکزي زیرمتونونو د ښه مدیریت او طبي منابعو د ویش غونډه

rasooli_admin
Tue, Jul 08 2025 9:48 AM
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ د ځانګړي هدایت پر اساس د عامې روغتیا وزارت د مرکزي زیرمتون د ښه مدیریت ، منابعو په سمه توګه ویش او په روغتونو کې د اړتیا وړ طبي ملزمې او درملو د انتقال اړوند د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د رئیس ښاغلي استاد محمد یونس غالب په مشرۍ ګډ هیئت له مرکزي زیرمتون څخه د مرکزي روغتونو د مسؤولینو او فارمیسستانو په شتون کې لیدنه تر سره او د ذکر شویو موضوعاتو اړوند یې ګډ مجلس تر سره کړ.

په دې مجلس کې په شفافه توګه د منابعو پر مدیریت ، د اړتیا وړ پر توکو ویش او د خدماتو د لا ښه والي په موخه د ځینې طبي تجهیزاتو ، طبي ملزمې او اړینو توکو روغتونو ته د ژر تسلیمیدو اړوند پریکړه تر سره شوه چې په نږدې ورځو کې به د نورې طبي ملزمې او درملو تر څنګ د هیموډیالیز شل پایې ماشینونه د هیواد بیلا بیلو روغتونو ته انتقال شي.

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:46 AM
Background image

Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi Leads Delegation in Bangladesh to Boost Pharmaceutical Cooperation

During an official visit to Bangladesh, a technical delegation from the Afghanistan Food and Drug Authority of the Ministry of Public Health, led by Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi,. . .

BACK TO NEWS