د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت د یو تخنیکي ټیم په ملتیا دایکندي ولایت ته د سفر په ترڅ کې له بېلابېلو روغتیایي مراکزو او روغتونونو څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
Wed, Jul 02 2025 12:55 PM
MOPH

یاد نظارت چې موخه یې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د چارو شفافیت دی، په ترڅ کې یې ډاکټر عنایت‌ الله عنایت د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ له روغتون، د میرامور ولسوالۍ د جوز جامع روغتیایي مرکز، په مرکز نیلي کې د روږدو څلوېښت بستریز روغتون او له ولایتي سل بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې

د څارنې او پلټنې رئیس دغه راز، د دایکندي له والي او د عامې روغتیا له رئیس سره په کتنه کې د روغتیا په برخه کې د شته ستونزو د حل په لارو چارو  خبرې وکړې.

نوموړي همداراز، د روغتیایي خدمتونو د کیفیت ښه والي په موخه د سیمې د خلکو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او اړوندو مسئولینو ته یې د شته ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتې وکړې؛ تر څو د ناروغانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:46 AM
Background image

Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi Leads Delegation in Bangladesh to Boost Pharmaceutical Cooperation

During an official visit to Bangladesh, a technical delegation from the Afghanistan Food and Drug Authority of the Ministry of Public Health, led by Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi,. . .

BACK TO NEWS