د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر عبدالقدوس بریالي کندهار ولایت ته سفر ترسره کړ

rasooli_admin
Mon, Apr 07 2025 2:43 PM
MOPH

د یاد سفر په ترڅ کې ډاکټر عبدالقدوس بریالي د کلسټرونو څارونکو او ولسوالیو همغږي کوونکو د روزنیزو غونډو پرانیسته او څارنه وکړه، چې په لړ کې یې د کندهار ښار، ژړۍ، میوند، ارغنداب، معروف، غورک، تخته‌پل، سپین ‌بولدک او میانشین ولسوالیو روزنیزې غونډې شاملې دي

د دغو روزنیزو غونډو موخه د سیمه‌ییزو څارونکو او همغږي کوونکو د ظرفیتونو لوړول دي؛ تر څو زده شوي مهارتونه د لومړۍ کرښې کارکوونکو سره شریک کړي؛ چې دا کار د پولیو واکسین پروګرام د اغېز او کیفیت لوړولو لپاره ترسره کېږي.

ډاکټر بریالي له یادو روزنیزو غونډو څخه د څارنې پر مهال وویل: «څومره چې موږ د لومړۍ کرښې د کارکوونکو وړتیاوې لوړوو، هومره کولای شو د پولیو واکسین پروګرام کیفیت ښه کړو».

Latest news

Tue, Apr 28 2026 3:57 PM
Background image

A ten-bed haemodialysis unit has been officially put into operation at Helmand Provincial Hospital

The opening ceremony was attended by Helmand Governor Haji Maulvi Amaanuddin Mansoor, Public Health Director Dr. Naqibullah Fateh, as well as a number of other officials and healthcare. . .

BACK TO NEWS