په وروستیو پنځو میاشتو کې د عامې روغتیا وزارت د لاسته راوړنو راپور وړاندې شو

Panah_moph
Sat, Jan 01 2022 5:26 PM
په وروستیو پنځو میاشتو کې د عامې روغتیا وزارت د لاسته راوړنو راپور وړاندې شو

 شنبه، مرغومې ۱۱/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ډاکتر عبدالباري عمر، نن په یوه خبري ناسته کې په تېرو پنځو میاشتو کې د عامې روغتیا وزارت د کړنو راپور وړاندې کړ.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په دغه ناسته کې وویل: له سیاسي تحولاتو او مالي ستونزو سره سره چې په هېواد کې ترسره شول د عامې روغتیا وزارت مشرتابه په دې وتوانېده چې د خپلو محدودو امکاناتو په لرلو سره په ټول هېواد کې روغتونونه او روغتیايي مرکزونه فعال وساتي او اړو کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

ډاکتر عمر زياته کړه، چې په تېرو پنځو مياشتو کې د عامې روغتيا وزارت له فعاليتونو څخه د هېواد په روغتونونو کې د ٤٨١٠٧٥ بستري ناروغانو درملنه، د ٢٢٩٨٤٥٧٤ سراپا ناروغانو درملنه، ٦٩٣١٨ لوی عملیاتونه او ١٤٤٣٧٤ کوچنيو عملیاتونه ترسره کول شامل دي.

سربېره پردې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د خوارځواکۍ د ۲۳۶۷۹۶ نسبتأ متوسط کسانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ، ۱۶۰۱۴۵ تنه سختې خوارځواکۍ، په روغتون کې د زېږون له امله د ۳۹۸۷۹۴ تنه میندو ته د خدمتونو زمینه برابرول او ۴۸۲۴۳۰۷ په شرایطو برابر کسانو ته د کورونا واکسین د تطبیق په برخه کې د تېرو پنځو میاشتو کې ګډونوالو ته خبر ورکړ.
.
د دې ناستې په دوام، ډاکترعمر په نشه يي توکو د روږدو کسانو د روغتيايي وضعيت، د روغتيايي سيستم د ښه والي، په روغتونونو او روغتيايي مرکزونو کې د خدمتونو د کيفيت د ښه والي، د کورونا ناروغانو روغتيايي حالت ته د لاسرسي، د دولتي او خصوصي روغتونونو د ارزونې لپاره د ټيمونو د جوړولو او همدارنګه په هېواد کې د درملتونونو د معیاري کولو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال زیاته کړه: د افغانستان روغتيايي سکټور يو غير سياسي بې پری سکټور دى او موږ له خپلو نړيوالو روغتيايي همکارانو غوښتنه کوو چې په دې برخه کې د هېواد د عامې روغتيا له وزارت سره کار وکړي، ترڅو له کوم نژادي، قومي او ژبني تبعیض پرته په ټول هېواد کې اړمنو کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.

له بلې خوا، ډاکترعمر د روغتيايي کارکوونکو معاشونه ورکول، د روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو او وسایلو برابرول، په هېواد کې د درملو د قاچاق مخنیوئ، د کووېډ-۱۹ روغتونونو کې د اکسیجن د تولید دستګاه وو نصب او د کورونا واکسین برابرول، په وروستیو پنځو میاشتو کې د عامې روغتیا وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

Latest news

Thu, Dec 25 2025 1:34 PM
Background image

Leprosy Treatment Center Opens in Eastern Nangarhar

It, with the financial support of the Peace (Japan) Medical Services (PMS) Foundation,  was inaugurated in the presence of Nangarhar’s Director of Public Health, Al-Hajj Mawlawi. . .

Thu, Dec 25 2025 12:31 PM
Background image

MoPH Inspects Pharmaceutical Companies in Kabul, Seizes and Destroys Expired Medicines

Afghanistan’s Ministry of Public Health Food and Drugs Control Directorate inspected pharmaceutical import companies, wholesalers and warehouses across Kabul, checking 110 import firms. . .

Thu, Dec 25 2025 11:27 AM
Background image

Bid Opening Held for the Construction of a General Hospital in Shighnan District of Badakhshan Province

The process was conducted in the presence of representatives from the Ministry of Public Health’s Procurement, Finance and Accounting, and Planning and Policy Directorates, as well as. . .

BACK TO NEWS