عامې روغتیا وزارت د ماشومانو د تغذیې او ودې د ښه والي لپاره له AKF سره تړون لاسلیک کړ

rasooli_admin
Mon, Jul 27 2026 11:18 AM
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري بدخشان او بغلان ولایتونو کې د کوچنيانو د لنډو قدونو کمولو اړوند ابتکار برنامې، د کوچنيانو تغذيوي وضعيت ښه والي او د ولادت پر مهال د کم وزنه زېږونونو د شيوع کموالي په موخه له Agha Khan Foundation-AKF مؤسسې سره د (۲۶۰۱۶۱‍۰) دوه میلیونه شپږ سوه یو زر او شپږ سوه لس ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو

دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۷۴ روغتيايي مرکزونو له لارې د یادو ولایتونو (۲۱۸۳۸۴) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۱۷۸) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د AKF مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

Latest news

Mon, Jul 27 2026 11:22 AM
Background image

MoPH Signs $2.6 Million Agreement with AKF to Improve Child Nutrition and Reduce Stunting

The Ministry of Public Health has signed a $2,601,610 contract with the Aga Khan Foundation (AKF) to implement an initiative in Badakhshan and Baghlan provinces aimed at reducing. . .

Mon, Jul 27 2026 8:23 AM
Background image

MoPH and UNICEF Discuss Addressing Provincial Health Challenges

The Deputy Minister of Public Health for Health Services, Mawlawi Abdul Wali Haqqani, held a meeting with UNICEF Representative Dr. Ali Dowelbait in his office to discuss ways to. . .

Sun, Jul 26 2026 2:55 PM
Background image

MoPH Inaugurates 200-kilowatt Solar Power System at Wazir Mohammad Akbar Khan Specialized Hospital

A 200-kilowatt solar power system, valued at $300,000, was installed at Wazir Mohammad Akbar Khan Specialized Hospital and officially inaugurated during a ceremony.

The inauguration. . .

BACK TO NEWS