تېر کال د هلمند په ولایتي روغتون کې (۸۶۹۴) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
Tue, May 12 2026 4:05 PM
moph

د یادو عملیاتونو له ډلي (۶۷۷۴) ستر عملیاتونه او (۱۹۲۰) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري تر سره شوي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۲۷۶۲۵) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۱۶۶۹۵۲) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.