د عامې روغتیا وزارت او TDH مؤسسې ترمنځ د کونړ روغتیايي خدمتونو لپاره تړون لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري د کونړ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له TDH مؤسسې سره د (۱۱۷۷۰۴) یو سل اوولس زره اووه سوه څلور ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو
دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د یاد ولایت (۱۹۱۲۷) تنه اوسېدونکي له اساسي روغتیايي خدماتو برخمن او (۹) تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.
بل لور، د TDH مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
