د کونړ ولایتي روغتون له لوري د روان ۱۴۰۴ لمریز کال له پيل څخه تر دې دمه (۵۳۲۳) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
Mon, Mar 02 2026 1:03 PM
MOPH

له یادو عملیاتونو له ډلي‌ (۴۶۰۵) لوی عملیاتونه او (۷۱۸) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو، متخصصو او مسلکي ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.

دا جراحي عملیاتونه د مسلکي اصولو او روغتیايي معیارونو په رعایت سره ترسره شوي، چې د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۲۶۹۴۶) تنه ناروغانو ته داخل بستر او (۲۲۵۷۹۶) تنه مراجعینو ته خارج بستر روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.

د دې روغتون ډاکټران د کاري تجربې، مسلکي تخصص او انساني ژمنتیا په لرلو سره تل هڅه کوي؛ څو ناروغانو ته معیاري، خوندي او پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې  او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي په موخه اغېزمن ګامونه پورته کړي.