د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د مرکزي زیرمتون له مسؤلینو سره ناسته وکړه

rasooli_admin
Thu, Jun 26 2025 12:25 PM
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت له مل پلاوي سره په ګډه د عامې روغتیا وزارت د مرکزي زیرمتون له مسؤلینو او کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.

په یاده ناسته کې د مالي او اداري چارو مرستیال، د مرکزي زیرمتون د مسؤلینو غوښتنې واورېدې او د رسېدنې ډاډ یې ورکړ او د دې تر څنګ د زیرمتون د ښه مدیریت په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې، تر څو د بیت المال او منابعو د ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت د منابعو د ښه مدیریت لپاره په دا وروستیو کې د زیرمتون ټولې برخې ډیجیټل کړي او لا هم پرې کار روان دی؛ تر څو په چارو کې اسانتیاوې رامنځته او د منابعو مدیریت په سمه توګه ترسره شي.

Latest news

Tue, Dec 23 2025 2:44 PM
Background image

Bid Opening Held for the Construction of a General Hospital in Jaghatu District of Maidan Wardak Province

The process was conducted in the presence of officials from the Offer Opening Committee of the Ministry of Public Health and representatives of 21 construction companies.

Officials. . .

Tue, Dec 23 2025 2:41 PM
Background image

Nine Health Centers in Kabul’s Sixth District Have Been Shut down for Operating Without Authorization and for Violating Health Regulations

The closures followed inspections carried out by officials from the Health Facilities Inspection Directorate under the General Directorate of Monitoring and Inspection of the Ministry. . .

BACK TO NEWS