د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عاجل ابن سینا روغتون  ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د( یو قلم طبي اکسیجن ) پروژې داوطلبۍ په پروسه کې، چې د ( MOPH/ECP/NCB/1404/G001)  شمېرې لرونکی ده ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې خدماتو مدیریت څخه ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د آفر پرانیستې ورځ  څخه یوه ورځ مخکې د مازدیګر تر 3:00 بجو پورې په نښه شوي صندوق ته چې د عاجل ابن سینا روغتون کې قرار لري واچوي او خپل رسید د تدارکاتو شعبې نه تر لاسه کړي.

 ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه (44000)  څلورڅلویښت زره افغانۍ دی او د آفر پرانیستلو غونډه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه 21  ورځې وروسته د سهار په 10:00 بجو د کتابخونې  55 نمبر اطاق کې ترسره کېږي