دعامې روغتیاوزارت مالي اواداري معین،مولوي اسحق صاحبزاده دپلان اوپالیسي معین،محمدحسن غیاثي اوورسره مل ټیم بلخ ته سفرترسره کړ

akbari_admin
Thu, Nov 24 2022 10:06 AM
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي اسحق صاحبزاده د پلان او پالیسي معین، محمد حسن غیاثي او ورسره مل ټیم بلخ ته سفر ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین د پلان او پالیسي معین او ورسره مل ټیم بلخ ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت له والي، مولوي محمد داوود مزمل سره لیدنه ترسره کړه.

اود دی سفرپه دوام د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي اسحق صاحبزاده او د پلان او پالیسۍ معین، محمد حسن غیاثي بلخ ته د سفر په لړ کې ددې ولایت له حوزوي روغتون څخه نظارت ترسره کړ.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي اسحق صاحبزاده د پلان او پالیسي معین، محمد حسن غیاثي او ورسره مل ټیم بلخ ته سفر ترسره کړ

په دې لیدنه کې ښاغلو معین صاحبانو د بلخ حوزوي روغتون د داخله، جراحۍ، زېږنتون، د وینې بانک او بېړنۍ خونې څخه نظارت ترسره کړ.

همدارنګه په یاد روغتون کې له ناروغانو سره هم له نېږدې لیدنه ترسره شوه او ستونزې یې واورېدل شوې.

مالي او اداري او د پلان او پالېسۍ معین صاحبانو د بلخ حوزوي روغتون د روغتیايي کارکوونکو د کارونو قدردانی وکړ او هغوی یې د ولس د لا ښه خدمت ته وهڅول.

Latest news

Thu, Apr 23 2026 1:25 PM
Background image

MoPH Signs $456,136 Contract with RHDO to Expand Healthcare Services in Balkh

The Ministry of Public Health has signed a $456,136 contract with the (RHDO) organization to strengthen and expand healthcare services for residents of Balkh province.

This contract. . .

Thu, Apr 23 2026 1:17 PM
Background image

Momin Group Donates Medical Supplies Worth AFN 276,000 to Sultanpur Health Center in Nangarhar

Several essential items, medicines, and medical equipment worth 276,000 Afghanis were provided to the Sultanpur Health Center in Surkh Rod district, Nangarhar province.

This assistance. . .

BACK TO NEWS