د صحي خدماتو پلي کونکو مٶسساتو سره ناسته تر سره شوه

Panah_moph
Wed, Jun 15 2022 3:46 PM
د صحي خدماتو پلي کونکو مٶسساتو سره ناسته تر سره شوه

 چهارشنبه، جوزا ۲۵/ ۱۴۰۱
 د عامې روغتیا سرپرست وزير  ډاکټر قلندر عباد د روغتیايي خدماتو پلي کونکو  له استازو سره وکتل.
 د عامې  روغتياسرپرست وزير  په دې کتنه کې وويل: د روغتيا وزارت   پلاوي د ارزونو له مخې چې په زياترو ولايتونوکې ترسره شوي دي،  په کار ده چې مسٶولين  په دې برخه کې لا زیاته پاملرنه وکړي ترڅو اړمنو کسانو  ته د اړتیا په صورت کې روغتیايي خدمات په ښه توګه وړاندې شي.
 ډاکټر عباد زیاته کړه، هغه پلي  کوونکي ادارې چې غواړي د صحتمندي پروژې له لارې راتلونکي قراردادونه تر لاسه کړي، باید لاندې شرایط پوره کړي، چې په هغو کې د ځینو کلینیکونو لوړول، په سپینو ساحوکې  د کلینیکونو جوړول ، معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او دېته ورته  نورو  مهم او اساسي شرايطو برابرولو  په صورت کې کولاى شي  په راتلونکو پروسو کې برخه واخلي .

Latest news

Tue, Apr 28 2026 3:57 PM
Background image

A ten-bed haemodialysis unit has been officially put into operation at Helmand Provincial Hospital

The opening ceremony was attended by Helmand Governor Haji Maulvi Amaanuddin Mansoor, Public Health Director Dr. Naqibullah Fateh, as well as a number of other officials and healthcare. . .

BACK TO NEWS