په تېر یو کال کې پر نشه يي توکو ۲۸۰۰۰ روږدو ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي

rasooli_admin
Mon, Mar 16 2026 1:50 PM
MOPH

دغه خدمات د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست له لوري د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د روږدو ناروغانو د هر اړخیزې درملنې په موخه وړاندې شوي؛ څو روږدي له نشه يي توکو خلاص او خپل عادي ژوند ته وګرځي.

عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د روږدو ناروغانو لپاره هر اړخیز خدمات لا پراخ او هم د نشه يي توکو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ کړي؛ څو خلک د نشه يي توکو له زیانونو خبر او د روږدي کېدو مخنیوي په پاره لازم اقدمات ترسره شي.