د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري، خصوصي روغتیايي سکتور سره د نظارت د پایلو شریکولو ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
Wed, Jan 07 2026 10:39 AM
MOPH

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، مرکزي رئیسانو او د خصوصي روغتیايي سکتور استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا ښاغلي وزیر، خصوصي سکتور د روغتیا وزارت مهم مټ وباله او ټینګار یې وکړ، چې د دې سکتور خدمتونه باید په همغږۍ او معیاري بڼه وړاندې شي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي سکتور له هڅو او فعالیتونو مننه کوي او د خصوصي روغتیايي سکتور وده کولای شي ډیری هېوادوال چې بهرنیو هېوادونو ته د درملنې په موخه ځي، مخنیوی وکړي.

مولوي نور جلال جلالي، له خصوصي سکتور څخه غوښتنه وکړه، چې  د پرمختللو طبي تجهیزاتو د واردولو، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، له سوداګرۍ څخه د طبابت لرې ساتلو او د کورنیو تولیداتو د کارونې له لارې خپلو هېوادوالو ته لا ښه او معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

بلخوا، د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني هیله څرګنده کړه، چې  د خصوصي روغتیايي سکتور مسئولین دې د عامې روغتیا وزارت له لوري د خصوصي روغتیايي سکتور د نظارت د پایلو په اړه وړاندې شوې موندنې او معلومات د یو لارښود په توګه له ځان سره وساتي او د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره ورڅخه ګټه پورته کړي.

د خصوصي روغتیايي سکتور رئیس ډاکټر احمد خندان وویل، چې خصوصي روغتیايي سکتور باید معیاري او د ښو خدماتو وړاندې کولو جوګه او د خلکو رضایت تر لاسه کړي.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د عمومي نظارت او ارزونې رئیس ډاکټر عنایت‌الله عنایت، د یوې پرېزنټېشن له لارې، په تېرو شپږو میاشتو کې له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د ګډ نظارت راپور له ګډونوالو سره شریک کړ.

په پای کې د خصوصي روغتیايي سکتور په استازیتوب ډاکټر عبیدالله مجددي د دې سکتور وړاندیزونه او ستونزې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړې، چې د وزارت له لوري د همکارۍ او د ستونزو د حل ژمنه ورسره وشوه.

Latest news

Thu, Oct 29 2026 12:58 PM
Background image

MoPH Conducts Three-Day Capacity-Building Programme on Administrative Correspondence

A three-day capacity-building programme on administrative correspondence was organised by the Capacity Development Directorate of the Ministry of Public Health for 20 employees. . .

Thu, Oct 29 2026 12:54 PM
Background image

Ministry of Public Health Launches Three-Day Training Program for Surveillance Data Managers from 34 Provinces

Participants will learn standard procedures for collecting, consolidating, analysing and reporting surveillance data.

Mufti Abdul Qudus Hashimi, Director General of Monitoring and. . .

BACK TO NEWS