په کابل کې د روغتیایي علومو انسټیټیوټونو فارغانو د ایګزيټ ازموینې خبرتیا!
د عامې روغتيا وزارت خبر ورکوي، چې په کابل کې د روغتیایي علومو انسټیټیوټونو هغه فارغان، چې د عامې روغتیا وزارت سره یې نوملیکنه کړې او شهرت یې په مل لینک کې شتون ولري، د کارتونو وېش، بایومټریک معلوماتو ثبت او ازموینه یې د لاندې مهالوېش سره سم تر سره کېږي.
یادونه: نوماندان دې خپل ټول معلومات په دقیقه توګه چک کړي، د ستونزې په صورت کې کولای شي، چې خپل شکایت د مل لینک له لارې په آنلاین بڼه (د مرغومي/ جدي تر ۱۲ مې) نېټې پورې ثبت کړي.
د کارتونو وېش او بایومټریک معلوماتو ثبت نېټه او ځای:
نرسنګ، فزیوتراپي، راډیولوژي، انستیزي، غاښونو پروتیز.
سهار: (له ۸:۰۰ تر ۱۲:۰۰) بجو
درمل جوړونه، طبي تکنالوژي او سترګو ټکنیشن
ماسپښین: (له ۱:۰۰ تر ۴:۰۰ بجو)
بایومټریک نېټه: (پنجشنبه، د مرغومي/ جدي ۱۸ مه)
ځای: کابل پوهنتون جمنازیم
د ازموینې نېټه: (جمعه، د مرغومي/ جدي ۱۹ مه)
نوټ: له ټولو ګډونوالو څخه جدي غوښتنه کېږي، چې د بایومټریک معلوماتو د ثبت او ازموینې په ورځ اصلي پېژندپاڼه له ځان سره ولري او همدارنګه د بایومټریک معلوماتو ثبت او ازموینې ته پر ټاکلي وخت ځانونه حاضر کړي.
د ازموینې ځای ته د هر ډول الکترونیکي وسایلو (موبایل، ګوشګي، حساب ماشین ...) راوړلو څخه ډډه وکړي.
