لغمان، لوګر او پکتیکا ولایتونو کې له خصوصي روغتیایي سکتور، د خوراکي توکو پلورنځیو او یو شمېر نورو بېلابېلو تأسیساتو څخه نظارت ترسره شوی دی
دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري په تېره یوه میاشت کې ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې لغمان ولایت کې له ۲۹۹ بېلابېلو تأسیساتو څخه څارنه ترسره شوې، چې پایله کې یې ۱۰ روغتیایي تأسیسات له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې تړل شوي، ۱۲۹ قلمه بې کیفیته او له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي هم راټول شوي دي.
پکتیکا ولایت کې له ۱۴۹ بېلابېلو تأسیساتو څخه نظارت ترسره شوی، چې پایله کې یې ۲۹۲ قلمه له نېټې تېر درمل او روغتیایي محصولات تر لاسه شوي دي.
لوګر ولایت کې له ۶۱ بېلابېلو تأسیساتو څخه نظارت ترسره شوی، چې پایله کې یې ۷ تأسیساتو تړل شوي او ۳۲ قلمه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل تر لاسه شوي دي.
