د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ معینیت له لوري اړوندو ریاستونو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د یاد معینیت مشاورینو او د اړوندو ریاستونو مسؤلینو او استازو ګډون کړی و، چې په کې د تېرې ناستې د پرېکړو او په اړه یې د تر سره شویو اجرااتو، د اړوندو ریاستونو میاشتني فعالیتونو او لاسته راوړنو، ستونزو د حل او راتلونکو پلانونو په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.
یاده غونډه کې د پورته موضوعاتو په اړه تخنیکي بحث تر سره او د فعالیتونو د لا ښه والي لپاره یو شمېر وړاندیزونه شریک شول.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د فعالیتونو په لا ښه والي ټینګار وکړ او د اړوندو ریاستونو مسؤلینو ته یې د سپارل شویو چارو برخه کې د کړنو او فعالیتونو د تعقیب په موخه لازم هدایات ورکړل.