د پنجشیر ولایت حصه اول ولسوالۍ د سفید چهر ۲۰ بستریز روغتون د بیا رغونې چارې بشپړې شوې

rasooli_admin
Wed, Jul 02 2025 12:58 PM
moph

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پنجشیر ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر حجت الله محمدي وویل: چې د دې روغتون د بیارغونې چارې د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ د موؤف مؤسسې لخوا شروع شوې وې، چې په اساسي توګه بشپړې شوې.

 ډاکټر محمدي زیاته کړه، چې د سفید چهر ۲۰ بستریز روغتون د بیارغونې چارو کې کاشي کاري، د اکسرې څانګې ترمیم، د عملیات خونې فعالول، د ۱۵ کېلو واټه لمریزې برېښنا څانګې فعالول، د ټولو څانګو رنګ کول، د اوبو رسولو سیسټم بیارغونه او د محافظتي کټارو نصبول شامل دي.

 د یادونې وړ ده، چې د موؤف بنسټ له لوري اوس هم د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یو شمېر نورو مهمو روغتیایي تاسیساتو د بیارغونې چارې دوام لري.

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:46 AM
Background image

Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi Leads Delegation in Bangladesh to Boost Pharmaceutical Cooperation

During an official visit to Bangladesh, a technical delegation from the Afghanistan Food and Drug Authority of the Ministry of Public Health, led by Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi,. . .

BACK TO NEWS