د GPEI نړیوالو شریکانو له مسؤلینو سره د لا زیاتې همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
Sat, May 17 2025 9:48 AM
moph

دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د GPEI نړیوالو شریکانو مسؤلینو، د مقام د دفتر مشاورینو، د وزارت مرکزي رئیسانو او د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د GPEI پروګرام استازو د یو پریزنټېشن په ترڅ کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو، واکسیناسیون او تغذیې خدماتو په برخو کې د خپلو فعالیتونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د یادې ادارې د فعالیتونو اورېدو او د دې ادارې له مسؤلینو څخه د مننې تر څنګ د روغتیایي خدماتو په کیفیت لوړولو، واکسیناسیون خدماتو په پراخ پوښښ او لا زیاتې همغږۍ، د روغتیایي منابعو له ضایع کېدو او ورته خدماتو له وړاندې کېدو څخه په مخنیوي، لومړنیو روغتیايي خدماتو او تغذیې برخې باندې ټینګار وکړ.

ښاغلي مرستیال دغه راز، د نړیوال GPEI پروګرام له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې خپل خدمات د عامې روغتیا وزارت د اصولو او پالیسیو، لومړیتوبونو او د خلکو د اړتیاوو سره سم د دې وزارت سره په ګډه همغږۍ ترسره کړي، چې دا پرېکړه د یادې ادارې مسؤلینو له لوري تائید شوه او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:46 AM
Background image

Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi Leads Delegation in Bangladesh to Boost Pharmaceutical Cooperation

During an official visit to Bangladesh, a technical delegation from the Afghanistan Food and Drug Authority of the Ministry of Public Health, led by Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi,. . .

BACK TO NEWS