د یو شمیر ولایتونو روغتیایي کارکوونکو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن په اړه درې ورځنی ټرینینګ ورکړل شو

rasooli_admin
Thu, Dec 05 2024 1:38 PM
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او ارزونې عمومي ریاست اړوند د روغتیايي معلوماتو د اداري سیستم (HMIS) آمریت له لوري د مرکز کابل، غزني، دایکندي او بامیان ولایتونو روغتیايي کارکوونکو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن په اړه درې ورځنی ټرینینګ ورکړل شو.

 

دغه ټرینینګ چې د ګلوبل فنډ ادارې په همکارۍ د غزني عامې روغتیا ریاست کې جوړ شوی و، په کې د یادو ولایتونو د روغتیایي معلوماتو ((HMIS، ملاریا او نري رنځ ۱۶ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې، لاسرسي، د معلوماتو د کیفیت تضمین او د کارونکو د حسابونو بیا کتنې په اړه معلومات ورکړل شول.

په یاد ټرینینګ کې د (HMIS) آمریت ټرینرانو له خوا ګډونوالو ته د معلوماتو د غوره مدیریت، په دقیق ډول د کړنو راپور ورکول او د ارقامو د شننې په برخو کې خپل چمتو شوي درسي مواد په عملي او نظري بڼه شریک کړل.

Latest news

Sun, Nov 01 2026 3:46 PM
Background image

Ministry of Public Health to Procure MRI Machine Worth Over AFN 101.5 Million for the Radiology Institute

The Ministry of Public Health has initiated the procurement process for a 1.5-Tesla MRI machine for the Radiology Institute using the Ministry's budget for the 1405 fiscal year. The. . .

Sun, Nov 01 2026 3:40 PM
Background image

The Ministry of Public Health’s Central Blood Bank Holds Public Awareness and Voluntary Blood Donation Campaign at Azizi Bank’s Central Office

During the campaign, 33,000 cc of blood was voluntarily collected from 66 Azizi Bank officials and visitors and transferred to the Central Blood Bank. Following the necessary medical. . .

BACK TO NEWS