د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د وزیر محمد اکبرخان روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکول کوي، تر څو د: (د ۶۹ قلمه مطبوع او ۶۱ قلمه غیر مطبوع قرطاسیو تهیه او تدارک)، چې د ریفرینس نمبر یې (MOPH/WAKH/NCB/1404/G006) دی، د داوطلبۍ په پيروسه کې ګډون وکړي.
علاقهمندان کولای شي د شرطپانې سافټ (Soft Copy) د یاد روغتون د تهیه او تدارکاتو عمومی مدیریت څخه په حافظه (فلش ډیسک) کې ترلاسه کړي، او خپل آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د عقودو قانون او د عامې روغتیا وزارت د لنډمهالو تطبیقي مرحلو له مخې په مهر او لاک بڼه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر دوشنبې ورځ، د10/06/1447 ه ق چې له 10/09/1404ه ش نېټې سره برابره دی، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د وزیر محمد اکبرخان روغتون د کنفرانس خونې ته وسپاري.
ناوخته او د انټرنیټ له لارې راغلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د دوشنبې په ورځ، د 10/06/1447 ه ق نېټه چې له 10/09/1404 ه ش نېټې سره سمون لري ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د وزیر محمد اکبرخان روغتون ریاست د کنفرانس په خونه کې ترسره کېږي.