د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د دې وزارت اړوند د مرکزي ورکشاپونو آمریت لپاره د ایرکندیشن او یخچال او د اړتیا وړ 85 قلمه پرزو تیارول او تدارک پروژه چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1404NCB/G-1796)ده. تړون یې (د احمد فرشاد فردوس لمیټید ) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت د (1717) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( د کلوله پشتې ملي مارکیټ موقعیت 4 ، مرکز کابل) کې دی. چې د تړون بیه یې (4,159,653) څلور میلیونه یو سل نهه پنځوس زره شپږه سوه دري پنځوس افغانۍ ده .
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتي تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.