پکتیا، لغمان، لوګر او کونړ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، کتنځایونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو
دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري تر سره شو، پایله کې پکتیا ولایت کې ۴۵ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي او لغمان ولایت کې ۲۳ قلمه خوراکي مواد راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.
همداراز، لوګر ولایت ۶ درملتونونه او ۴ کتنځایونه او کونړ ولایت کې یو درملتون د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
سربېره پر دې کونړ ولایت کې ۹۴۷ کېلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي مواد راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.
